د افغانستان طبي شورا: له ښځینهوو د طبي پوهنځیو ازموینه اخیستل کېږي
حوت 15, 1401 12:14 Asia/Kabul
د افغانستان طبي شورا مسوولان وايي، د اسلامي امارت له لوري د دې شورا د طرحې له تصویب وروسته به له ښځو څخه د طبي پوهنځیو وروستۍ ازموینه واخیستل شي.
د افغانستان طبي شورا: له ښځینهوو د طبي پوهنځیو ازموینه اخیستل کېږي.
د افغانستان طبي شورا مسوولان وايي، د اسلامي امارت له لوري د دې شورا د طرحې له تصویب وروسته به له ښځو څخه د طبي پوهنځیو وروستۍ ازموینه واخیستل شي. د دې شورا تخنیکي سلاکار زیاتوي، دغه طرحه یې اسلامي امارت ته استولې ده.د افغانستان طبي شورا تخنیکي سلاکار احمد شاه شکوهمند وايي: «نوي ډاکټر صاحبان چې فارغ شوي، هر کله چې کړنلاره تصویب شوه، موږ چمتو یوو چې په دوه-درې ورځو کې له دوی ازموینه واخلو.»