افغانستان کې نجونې د میاشتني عادت پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نهلري
افغانستان کې '۷۰ سلنه نجونې' د میاشتني عادت پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
میاشتنی عادت یا [حیض] هغه څه چې ځوانې مېرمنې ورسره په میاشت کې یو ځل مخامخ کېږي، خو په افغاني سنتي ټولنه کې ډېرې داسې نجونې دي چې له دې حالت بېخبره او په اړهیې عامه پوهاوی نهلري.
۲۳ کلنه رویا د دې ډلې یوه ده، هغه په کابل کې ژوند کوي.
رویا وايي: "۱۱ کلنه وم چې میاشتنی حالت راباندې راغی، خو له بده مرغه سخته تبه مې درلوده او په ښوونځي کې راته په دې اړه چا معلومات هم نهو راکړي، خو کورنۍ مې هم ممکن په دې فکر وه چې اوس د دې حالت په اړه معلومات ته وختي دی، زیات څهیې راته نهو ویلي، زه هم نهپوهېدم چې کله میاشتنی حالت راباندې راغی دوه ورځې وروسته ډېره وېرېدلې وم، له ځان سره راته رنګارنګ فکرونه رالوېدل او له ډاره مې مور ته هم نهشو ویلی، خو له درې ورځې په تېرېدو سره ډېر یو بد حالت سره مخ شوم."
خو دا ښايي یوازې رویا نهوي چې له دې حالت سره مخ شوې او له وېرې يې خپله دا ستونزه له جاسره نهده شریکه کړې، بلکې شمېر يې ښايي سلګونه او ان زرګونو ته ورسېږي.
خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په دې برخه کې عامه پوهاوی کولای شي ډېرې نجونې له دې حالته وژغوري.
د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح په کابل کې د میاشتني عادت د نظافت نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د میاشتني عادت په وخت کې ډېری نجونې د خپل حالت د بیان په برخه کې وېره لري او دا د اندېښنې وړ ده.
ښاغلی مجروح زیاتوي: "که د میاشتني حالت په وخت کې هغه غلط او ټولنیزه بدبیني لهمنځه یونهسو، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۷ کال کې شوې ۵۰ سلنه زموږ خویندې د ناوړه دودونو او ټولنیزو شرمونو له وجې په دې برخه کې پوهاوی نهلري، په دوی کې ۷۰ سلنه هغه خویندې دي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري."
هغه په ښوونځیو کې د میاشتني حالت په اړه د عامه پوهاوي پر پیل ټینګار کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان پوهنې وزارت سرپرست وزیره رنګینه حمیدي که څه هم په ښوونځيو کې د لازمو اسانتیاوو د کمښت خبره کوي، خو وايي چې په دې اړه اقدامات پیل شوي دي.
اغلې حمیدي وايي: "زموږ د نړیوالو دوستانو او زموږ د معلوماتو له مخې اوسمهال ۲،۳ ملیونه ماشومان له ښوونځي څخه محرومه دي چې په هغې کې ۶۰ فیصدهیې نجونې دي، یعنې چې واړه وي باید هغه موږ ښوونځي ته جذب کړو، خو د هغوی خصوصاً د نجونو ساتل بیا تر ۱۲مه پورې هغه بله ستونزه ده."