د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې لمانځل
افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه.
افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نهشي.
یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نهغواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ موخه دا ده، چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، چې موږ ښځې هېرې نهکړئ او دغه شان موږ به د هر هغه محدودیت په وړاندې چې د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو لګول کېږي مبارزه وکړو."
د دغو معترضو مېرمنو له ډلې یو بله یې وایي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو په وړاندې به چوپه خوله پاتې نهشي.
دا مېرمن چې هم نهغواړي نوم يې خپور شي، زیاتوي: "زما موخه په دې غونډه کې له ګډون نه دا ده څو وښیم، چې زه په هیڅ صورت محدودیت نه منم، او چوپتیا نه غوره کوم، بلکې تر پخوا هم لا غښتلې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم."