حوت 01, 1401 11:56 Asia/Kabul
  • هغه ټکي چې نجونې باید ورته پام وکړي

تر ټولو غوره د لاندې جامې(نېکر،زېرپېراهني او…) د کتان او نخ جامې دي او تر ټولو بدتره جامې د نایلون او مصنوعي الیاف دي چې په کافي اندازه هوا بدن ته نه پرېږدی.

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل

* تر ټولو غوره د لاندې جامې(نېکر،زېرپېراهني او…) د کتان او نخ جامې دي او تر ټولو بدتره جامې د نایلون او مصنوعي الیاف دي چې په کافي اندازه هوا بدن ته نه پرېږدی.

* د لاندې اغوستلو جامې(زیرپوش) د امکان تر حده په ورځ کې یوځل بدلې کړئ او د لاندې اغوستلو جامې باید نمجنې نه وي بلکه په بشپړه توګه وچې او اوطو شوې وی.

*جامې باید په مجموع کې پراخه او آزاده وي د جین(تنګ پتلون) د دوامداره اغوستلو څخه ځان وساتئ ځکه له یوې خوا د هوا د جریان موندلو لار بندوي له بلې خوا د تنګو جامو دوامداره اغوستل د اړوند برخې د وینې جریان مختل کوی او د ناروغۍ سبب ګرځی. د امکان تر حده د نایلوني او تنګو جامو اغوستلو څخه ځان وساتئ .راحتې او پراخه جامې واغوندئ.

* د لاندې اغوستلو جامې مو په معطرو(خوشبویه) موادو مه مینځئ.

*خپل تناسلي غړي د مخې خوا څخه شا طرف ته پرېمینځئ تر څو د مقعد باکتري د مهبل پر خوا رانشي.

* د تناسلي غړو له مینځلو وروسته یې په یو نرم دستمال وچ کړئ ځکه چې د تناسلي غړو لوندوالی د باکتریاوو او فنګسونو د ودې لپاره ښه زمینه همواروی.

*د تناسلي برخې اضافي ویښتان مو په مناسبه طریقه(پاکي او مویبر) له منځه یوسئ. ځکه د دې برخې د وېښتانو لوړېدل، میکروبونه او آلودګی د راجذبوي علاوه له دې څخه د دې برخې پاک مینځل د ویښتانو په شتون کې سخت او یا ناممکن دي.

*د استحمام پر وخت مه پرېږدئ چې خوشبویه مواد لکه شامپو، دې برخې ته لاړه شي. وروسته له حمام څخه تشې متیازې وکړئ.

*په استخر(د لامبو تشت) کې ډېر مه پرېوزئ مخکې له دې چې د لامبو تشت کې ولامبئ د اوبو له څرنګوالي یې ځان ډاډمن کړئ.

*د میاشتني عادت په لړ کې ښه دا ده چې نسبت له ټامپون څخه ،کوتکس وکاروئ ځکه د ټامپون کارول د بکارت د ژوبلېدو امکان ډېروی. مخکې او وروسته له کوتکس اچولو خپل لاسونه په باکو اوبو او صابون پرېمینځئ.

*کوتکس هر 4-6 ساعتونو کې یو ځل بدل کړئ.

*که چېرې ټامپون کاروئ نو 4-6 ساعته وروسته یی تبدیل کړئ او د شپې په لړ کې ټامپون مه اچوئ خاصتا هغه ټامپون چې ډېر جذب لري ځکه چې د مهبلي عفونتونو او میکروبي کیدو سبب ګرځي.

*هېڅکله هم خپلې تشې متیازې د اوږدې مودې لپاره مه ساتئ.

*مناسب خواړه د عفونت او میکروب د رامنځ ته کیدو مانع ګرځی. مستې د عفونت د مخنیوی لپاره ښې دی.

*د ځان او کورنۍ روغتیا ساتلو لپاره خپله جنسي او جسمي حفظ الصحه مراعات کوئ

تگ