د ښځو له حقوقو څخه د کفارو هدف څه دی؟!
س. سعيد غلجی
کفار، خصوصاً غربي نړۍ ګرده ورځ د ښځو د حقوقو په اړه نارې وهي او په نړيواله کچه د ښځو د دفاع او خواخوږي دعوې کوي. خو راځئ فکر وکړو، چې دوی ولې د ښځو په اړه دومره مهربانه دي او له دغو شعارونو يې هدف څه دی؟حقيقت دا دی چې کفار خپله ګمراه دي، نو د نورو خلکو د ګمراه کولو هڅه کوي. لکه ابليس چې خپله ګمراه شو، نو يوازې پر خپله ګمراهي يې کفايت ونه کړ، بلکې کلک قسم يې ياد کړ چې زه به انسانان هم ګمراه کوم. همدغه شان کفار هم هڅه کوي، چې نور خلک او ولسونه هم ګمراه کړي. د ښځو په اړه دوی ځکه ډېر کوښښ کوي، چې يو خو له ښځو څخه د ولسونو په بې لارې کولو کې اسانه او زيات کار اخيستل کېدای شي، بل دا چې دوی سره د خپلې فحاشي غم دی، چې دنيا کې فحاشي عامه کړي او بې شماره ښځو ته لاس رسی ولري.وايي: يوه ورځ لېوان راغونډ شول، د پسونو د شپول مخې ته يې مظاهره وکړه، چې پسونو ته ازادي ورکړئ، دوی هم حيوانات دي، بايد آزاد وګرځي او د خپلې خوښې ژوند وکړي، دا ظلم دی چې شپون ګرد ورپسې ګرځي او هره شپه يې بندي کوي، موږ د پسونو آزادي غواړو. دا غږ چې پسونو واورېد، پر هغوی يې هم اغېزه وکړه، چې دا خو رښتيا وايي، آزادي ښه ده، بې غمه به ګرځو، چېرته مو چې خوښه وي، هلته به ځو. دې خبرې ورو، ورو زور واخيست او ټولو پسونو موافقه وکړه، کله چې شپون دروازه خلاصه کړه او پسونه يې بهر راوېستل، ټولو په يوه مسلات منډه کړه او خورې ورې شوې، ازادي يې تر لاسه کړه! شپون ډېرې چغې پرې وکړې، چې ليوان درواغ وايي، غولوي مو، اصل کې يې ستاسې خوړلو ته چل جوړ کړی، خو پسونه د لېوانو تبليغاتو دومره اغېزمن کړي وو، چې د خپل مهربانه شپون خبرو ته يې هيڅ غوږ نه نيوه، بالآخره د لېوانو پروګرام کامياب شو، هغوی هم په يوه مسلات غوټه پرې وکړه او ټولې يې دړې وړې کړې.همدغه کيسه اوس هم روانه ده، کفار د ښځو د ازادي نارې وهي، خو اصلي هدف يې دا دی، چې ښځو څخه د خپل شهوت پوره کولو کې کار واخلي او خپلې لوبې پرې وکړي. په کفري نړۍ کې د ښځو د ځورونې پېښې دومره زياتې شوې، چې له ټولې ښځې له ذهني تشوي او ډار سره مخ دي. څو ورځې وړاندې د امريکا رسمي تحقيقاتي ادارو وويل، چې په امريکا کې په هرو (۶۸) ثانيو کې پر يوه ښځه ځورول کيږي. يعنې په اوسط ډول هر کال (۴۶۳,۶۳۴) خلکو باندې جنسي تېری کيږي، چې ډېری قربانيان يې له (۱۲ تر ۲۵) کالو عمر لري. دا شمېرې يوازې د امريکا دي، نوره کفري نړۍ خپله در قياس کړئ.کفارو په خپلو هېوادونو مکمل فحاشي رامنځ ته کړې، اوس هڅه کوي چې اسلامي نړۍ کې هم دغه بدبختي عامه کړي. له همدې امله پر اسلامي هېوادونو نيوکې کوي، چې ولې ښځو ته حقوق نه ورکوي، ښځو ته بايد بشپړه ازادي ورکړل شي. دوی په اسلامي هېوادو کې له ښځو سره د مرستو په نامه په لسګونو پروګرامونه پلي کوي. خو په خپلو هېوادونو کې ښځو سره مرستې نه کوي، په افريقايي هېوادونو، هندوستان، پاکستان او نوره نړۍ کې د نامسلمانې مېرمنې له انتهايي سختو مشکلاتو سره مخ دي، د کور نفقه ورله غاړې، سختو او درنو کارونو ته مجبورې دي او ډېره زياته بې وزلي کې ژوند کوي، په عربي نړۍ کې هم بې شمېره نامسلمانې مېرمنې د خادمانو په توګه کار کوي، غربيان ولې له هغوی سره مرستې نه کوي؟!وجه يې دا ده، چې د کفارو هدف خو فقط بې لارې کول دي، نو ځکه له خپلو کفارو مېرمنو سره هيڅ مرسته نه کوي، نه يې د حقوقو نارې وهي او نه يې د ستونزو څه غم ورسره شته، دوی سره يوازې د مسلمانو مېرمنو د حقوقو غم دی، د مسلمانو مېرمنو لپاره ازادي غواړي، تر څو دوی هم هماغه شان بې لارې کړي.نو د پردې تر شا، د کفارو حقيقي انځور همداسې شرمنده دی، خو موږ ته د ښځو د حقوقو درس راکوي. نو بايد چې ټول اګاه او با بصيرته اشخاص د کفارو دغه دسيسې او حقايق افشاء او تر خپل مسلمان ملته ورسوي. مسلمانې مېرمنې دې هيڅکله د کفارو پر درواغجنو او غولونکو شعارونو باور نه کوي، د دوی ژوند له بدبختيو ډک دی، ښځې يې له ذهني تشويش او نا ارامي سره مخ دي، يوازې د ځواني تر حده دوی له ښځو څخه خپل کار اخلي، چې ځواني يې پر ختمېدو شي، بيا يې څوک پوښتنه نه کوي، له سختو کارونو سره مخ وي او د خپلو ژوند پېټي په خپله پورته کوي. خو په مسلمانه ټولنه کې ښځه د لور، خور او ښځې عزتمند مقام لري، څومره يې چې عمر زياتيږي، هومره يې قدر هم زياتيږي. نو د خپل دين شکر اداء کړئ، ځان پرې پوه کړئ او خوند ترې واخلئ.