مسلمانه ښځه او پرده
أم سعد صافۍ
مسلمانه ښځه او پرده
حجاب پرده کول د مسلمانو ښځو لپاره یو سپېڅلی شعار او الهي أمر دی، هر څه چې په پوښ او پرده کې وي خوند او رنګ لري، الله عزوجل او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د انساني فطرت ته په کتنو د بدکاریو د دروازو دبندولو په هدف ښځـو ته دپردې او حجاب حکم کړی دی.
د پردې فـرضیت او دهغې اهمیت له قـرآن کریم او مبارکو احادیثو څخه ثابت دی ، قـرآن کریم کې الله تعالی پر ښځو باندې حجاب فرض کړی دی، الله فرمایي: (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى…) [سورة الاحزاب 33]
تاسې په خپلو کورونو کی دننه اوسئ او بې پردې دباندې(بیرون) مه وځئ لکـه څنکه چې پخوا دجهالت په زمانه کې ښځـې بې پردې دبانــدې وتلې .
په دې آیت کې الله عزوجل په ډیر واضح ډول پر ښځـو دحجاب (پردې) حکم فرض کړی دی او دا یې ورته ویلي دي چې په کورونو کې دننه اوسئ او دجهالت د زمانې دبې حیایۍ، بې پردګۍ رواج پریږدئ.
حجاب بورقه یا داسې غټ پوړنی دی چې ټول بدن ور باندې پټیږي، او د ښځې صفات په کې نه مالومیږی چې دا ځوانه ده که بوډۍ، شتمنه ده که غریبه.
په (سورة النور) (۳۰) او (۳۱) شمیره آیتونو کې اول د نارینه و لپاره د نظرونو ساتنې امر شوی دی او بیا دښځو لپاره په دوهم آیت کی همدغه حكم تكرار شوی دی الله فرمايي: قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ.
الله تعالی ووایی: ای نبي ووایه مؤمنانوته چې خپل نظرونه په خپل واک کې وساتئ، د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړئ، چې داد هغو لپاره پاکه کړنلاره ده.
وقال تعالی: وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا .
ژباړه: او ووایه مؤمناتو ښځوته! د خپلو سترګو ساتنه وکړئ، او د خپلو شرم ځایونو حفاظت وکړئ، او ندي ښکاره کوي خپل زینت مګر کوم چې د اړتیا لپاره او محرم ته ښکاره شي.
ښځـه په پرده کي د ساتلــو شـي دی، کوم وخت چې هغه بې حجابه له کوره وځي نو شیـطان ورته ګوري او د(استشرفها) معنی داهم ده چې شیطان هغه د نارینه وو په نظر کې ډیره ښکلې کړي صحيح الترمذي رقم 936
که سړی د خپلو سترګو حفاظت وکړی یا نه؟ خو ښځي ته اسلام د پردې حکم کړې دی، او که ښځه پرده کوي یا نه، مګر اسلام سړو ته د نظر د لاندې نیولو حکم کړی اسلام چی څه حکم که وې که ښکاره حکمت او فلسفه ولري ډیره ښه، خو کنه وي مونږ باید تعبداً یعني د عبادت په پار وکړو.
له بده مرغه غرب دېته نه پردې او بې حیايي ته آزادي وايي، تر څو ښځه د نارينه دپاره یو د لاس اله شی يوه نانځكه ترې جوړه شوې، د څو پیسو په بدل كي دې ته چمتو كېږي چي خپل عزت وپلوري، د بل د خوشحالولو لپاره نڅا وكړي سندري ووايي، خپلو تجارتونو ته د خلكو جلبولو لپاره سينگار وكړي، حتى بربنډي شي.
د غرب په مقابل کی بیا سپیڅلی اسلام ښځو ته هغه مقام ور کړی دی چي د نړۍ په هيڅ دين او نظام كي ئې بېلگه نشو موندلى، د ژوند په ټولو برخو كي یې د نارينه په پرتله ښځو ته امتيازات وركړي، له اقتصادي پلوه ئې ښځو ته دا امتياز وركړى چي د پلار په كورنۍ كي پلار او د مېړه په كورنۍ كي مېړه د ښځي داقتصادي اړتياوو ذمه وار دی، دا په داسې حال كي چي ښځه خپل اقتصادي استقلال لري، د عوائدو ټول هغه مدارك ورته منل شوي چي نارينه ته منل شوي، له پلار، مېړه او نورو خپلوانو ميراث ترلاسه كوي او له مېړه مهر، کولای شي خپله شتمني په خپله خوښه په رواه چارو کې په کار واچوي.
د قرآن کریم، او نبوي احادیثو کې د نصوصو څخه د حجاب ځینې فایدې په لاندې ډول دي:
په حجاب کې دالله جل جلاله اطاعت دی، حجاب عفت دی، حجاب پاکې ده، حجاب پوښ دی، حجاب تقوا ده، حجاب ایمان دی ،حجاب حیا ده…
ګرانو خویندو!
حجاب، پرده او حیاء باندې خپله ښځه د انساني ځناورو څخه محفوظه وي.
اسلام هره وخت د ښځو د عزت، احترام او ساتنې حکم کوي د عزت، عفت ساتنه د حجاب او پردی په مضبوطې کلا سره ساتي.
غربیان د ښځو د حقوقو تیرستوونکو شعارونو باندې غواړي چې زمونږ نه هغه اسلامې مسؤلیتونه هیر کړي چې مونږ پرې خپل هویت او پیژندګلو لرو، سرلوړی ژوند پرې تیرو ،خو که د غرب مو ومنل د دنیا د بدبختانو په لاس کې به مو خپل برخلیک خپلې ورکړي وي، نه به مو دین پاتي وي او عزت ناموس…
مسلمانو خویندو!
په مسلمانانو ښځو په اوږو د اسلام او مسلمانانو ، ټولني او کورنۍ ډیرې هیلې تړلي دی، او هغه دا چې په اسلامي فکر د داسې نسل سالمه روزنه وکړو چې هغه به د دین او وطن ساتنه کوي، ارزښتونه به پيژني، زمونږ د عزت ناموس ساتنه به کوي…