د اسلام په رڼا کې د تمدن په جوړولو کې د ښځی مسولیتونه
حمیرا فصیح
الحمدلله والصلاة والسلام علی حبیبه المصطفی الذی بلغ الرسلة و اد الأمانة وترکها علی محجة البیضاء لایزیغ عنها الا هالک وعلی اهل بیته واصحابه ومن تابعه الی یوم الدین اما بعد.
قال الله تعالی: هو الذی خلقکم نفس واحد و خلق منها زوجها و بث منهما رجالا کثیرا و نساء ……..
ټول د کمال ثنا او صفت خاص هغه ذات لره دی چی انسان یی د توری غټی څخه پیدا کړ او بیا یی هغه د عقل او شعور په نعمت ونازوه. ننی موضوع چی زه غواړم د دی موضوع په اړه د خپل زړه يو څو ټکو ترجمانی د قلم په وسیله وکړم د خوارا ارزښت څخه برخمنه ده.
نو لومړی دا سوال مطرح دی چی الله «جل جلاله» سره له دی چی مخلوقاتو ته اړتیا نه لری چی هغه وستای او د هغی عبادت وکړی ځکه چی هغه په خپل ذات کی ستایل شوی دی او بل دا چی هغه د ملایکو په نامه يو داسی مخلوق هم لری چی شپه ورځو د هغی په عبادت بوښت دی او نه ستړی کیږی. ولی یی د انسان په نامه یو مخلوق پیدا کړ؟ او بیا یی هغی لپاره د استوګنی ځای برابر کړ بیا یی عقل او شعور ورکړ. هغه ته د عقل او شعور په چوکاټ کی اختیار ورکړ .او بیا یی هغه ته ځینی مسولیتونه وسپارل ترڅو د ځمکی په سر تمدن منځ ته راوړی او آباده یی کړي؟؟؟؟
الله جل جلاله د دی لپاره انسان پیدا کړ ځکه هغه اراده فرمایلی وه چی داسی یو مخلوق پیدا کړی چی په اختیار او په خپله خوښه یی بنده ګی وکړی بدون د زور نه یعنی د خیر او د شر د حق او د باطل د ښکاره کولو نه ورسته یی هغه ته اختیار ورکړ.
الله جل جلاله يو کارخانه یا فابریکه د انسان لپاره جوړه کړه چی د دنیا په نامه یادیږی بیا دی فابریکی لپاره د یو جنس څخه دوه نوعه کارګران پیدا کړ او هر نوع کارګر ته یی په ډيره عادلانه ټوګه د هغه کار وسپاره یعنی په دی معنا چی دا دوه نوعه کارګر چی د ښځی او سړی په نامه یادیږی يو بل سره د مقابلی لپاره نه دی پیدا شوی لکه څنګه چی غربیان نو د يوڅه مودی را هيسی د ښځی او سړی په منځ کی دا شخړه دمنځ ته راوستی چی دا دواړه د مقابلی لپاره دی. خونه دا دی لپاره دی چی يو بل مټ شی او خپل وظیفه ادا کړی ترڅو دا فابریکه پر مخ بوزی.
په انسانی تمدن کی يو لوی لانجه چی د اسلام څخه پرته هيڅ دین او هيڅ فیلسوف په دې نه د توانیدلی چی دی مسئلی ته د حل لاړ پیدا کړی بلکي په دور کی انسانان په دې مسئلی کی افراط او تفریط کی مبتلا شوی دی. دا مسئله دا ده چی د ښځی او سړی تعلق څنګه قایمه شی او ښځه د تمدن په جوړولو کی ونډه لری او که نه او که لری په هغه کوم مسولیتونه دی ځکه چی د ښځی او سړی تعلق د تمدن جوړولو سنګ بنیاد چی دا کوږ وی تر اخره پوری دا انسانی تمدن کوږ تعمیریږی.
په دی مسئله کی انسان کله دومره د افراط حد ته ورسیږی چی هغه ښځه چی د انسانی مغشری نیمه برخه تشکیلوی بلکی پوره برخه. هغه ښځه چی يوی مور په حیث انسان زیږوي يعنی د مور د جسم څخه منځ ته راځی، د يوی ښځی په حیث خاوند سره د ژوند په هره لوړه ژوره ولاړه وي د لور په حيث په موره اود پلار شفیقه او مربانه یی او همداسی خور، مربی، د انسان اولین درسګاه وی. لکه د وینځی په څیر رویه ورسره کیږی، اخستل کیږی، خرڅول کیږی، حقوق یی سلب کیږی، هغی ته دا موقع نه ورکول کیږی چی د هغه یو مستقله شخصیت ولری او د ذهنی استعدادونه یی پرمختګ وکړی.
او د بلی خوا په دی قضیه کی دومره افراط کیږی چی د آزادی او د حقوق په نامه باندی انسانان یی د خپلی نفعی لپاره استعمالوی او د پرمختګ او د ټکنالوژی په نامه باندی ورڅخه حیا، عزت، عفت او حیثیت اخلی چی دا ډیره دردونکی قضیه ده.
خو د بل طرف نه اسلام ډیرعادلانه حقوق او مسولیتونه ښځی ته سپارلی دی چی د هغی عزت، حیا، حیثیت او شخصیت هم پکی محفوظه وی او د تمدن جوړولو کی هم خپله دنده په ښه طریقه سر ته رسوی.
د ښځی مسولیتونه:
ښځه دوه نوعه مسولیتونه لری؛ لومړی یی عبادتی او د بنده ګۍ مسولیتونه چی عبارت دی له: عقیدی، احکام، عبادات اوخلاقیات …
چی ښځه او سړی په دی کی برابر دی لکه څنګه چی الله هم فرمایلی چی هر چا چی نیک اعمال وکړ که ښځه او که سړی موږ به هغی ته بهترینه ژوند ورکړو.
دویم تمدنی یا اجتماعی مسولیتونه:
چی په دې کی لاندی مسولیتونه شامل دی.
١: د اولاد زیږول چی د ښځی ساخت او جسامت همداسی دی ځکه چی اجتماع او تمدن د انسانانو څخه جوړیږی.
٢:د کور تنظیمول.
٣: د آرام او سکون فضا قایمول.
٤: تر ټولو مهم مسولیت یی د اولاد فکری عقیدتی تربیت کول او اسلامی اخلاقیاتو باندی یی سمبالول. چی تر ټولو سخت مسولیت یی همدا دی خو متاسفانه چی د امت میندی له دی څخه غافله شوی. دا امت په دی خاطر نه دی ضعیغه او ذلیله چی د وګړو نشت والي سره مخ دی بلکه دا امت ځکه ضعیفه دی چی د محمد ابن قاسم، صلاح الدین ایوبی، او د محمد فاتح په شان میندی پکی نشته.
٤: زده کړه کول او د ژوند کولو په طریقه زتن پوهول: ځکه چی بیسواده مور نه شی کولی چی یو باشخصیته انسان تربیت کړی.
٥:د غربیانو او بیګانه ګانو تقلید نه کول او د هغو د دسیسو څخه ځان خبرول ترڅو په جال کی را نه شی. د هغوی لومړی هدف همدا ښځه ده د همدی لاری کولی شی اسلامی تمدن له منځه یوسی ځکه چی هغوی پوهیږی چی یو سالمه جامعی لپاره يو هوښیاره او مدبره مور وګړي برابروی. چی تربیت کونکی له منځه یوړل شی بیا څوک نه پاتی کیږی چی انسانان تربیت کړی.
په آخر کی خالصانه میندو او ښځو ته دا نصیحت دی چی خپل مسولیتونه څخه دی نه غافله کیږی. اوغربیانو د آزادی او حقوق نعرو په جال کی دی نه راځی. د ځمکی پر مخ تر ټولو د حقوقو، آزادۍ، عزت، احترام، او حیثیت څخه محرومه ښځی د غربیانو دی.
الله جل جلاله دی د امت ته بهترینه میندی په نصیب کړی ترڅو داسی وګړی تربیت کړی چی د دی دردیدلی امت د زخمونه پرهار شی.
آمین یارب
ومن الله توفیق.