دلو 08, 1401 12:16 Asia/Kabul
  • پر افغانو نجونو او ښځو د بندیزونو لېرې کېدو ته هيله‌مندي شته.

امنه محمد: پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به یو څه ليرې شي.

امنه محمد له سي‌ان‌ان ټلویزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره، سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د طالبانو خپل‌منځي اختلاف او ترڅنګ یې د ټولو لورو فشار ته په کتو احساسوي، چې د یو شمېر بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي.

امنه محمد پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له لوري لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره په ټکر کې بولي او د داسي اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي.نوموړې وايي: "نو موږ باید پیل وکړو، فشار راولو او هغه اقدام وکړو چې ورته اړتیا ده. دوی مشروعیت او بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ باید د ستونزو د پایته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو."

تگ