دلو 05, 1401 08:39 Asia/Kabul
  • د افغان ښځو او نجونو في البدیهه مشاعره

د یوشمیر افغان نجونو او میرمنو سملاسي مشاعره

غزل: مرسل احمدزۍزه له خپلې تلوسې درپسې راغلمزندګۍ، له اندیښنې درپسې راغلم

زه له خپل تصویره ماته ماته غورځمله ویشتلې آینې درپسې راغلم

نعيمه غني‎څه په ورکو لارو لاړې مسافره‎څه بې نښې نښانې درپسې راغلم

‎ فرشته غنيپه ځان نه ومه خبره، زړه میئن شوپښې مې لوڅې تر کوڅې در پسې راغلم

آسيه محرابيته په سر دې کړه رباب خيالي مطربه!زه په لى د ډهل تبلې درپسې راغلم

آمنه فنازما د اوښکو باران تم نه کړلې لاړېپه ژړا تر دروازې درپسې راغلم

نوشابه آشناتاکه هر څومره کول بغاوتونهزه په مینه دردانې درپسې راغلم

عابده سپوږمۍما د مينې په هر راز باندې خبر کړېله هر لوري هر زاويې درپسې راغلم

سهيلا اصغريتا په څټ نه راکتل نه دې ليدلمزه په تېرې سلسلې درپسې راغلم

آمنه فناستا تر غېږې رسېدل مې لوی مرام وپه سکروټو یبلې پښې درپسې راغلم

آسيه محرابيپيشلمى په خوب ويده وې، وېښ مې نه کړېروژه مات ته شونډې سرې درپسې راغلم

خالده فوجونته چې کله له تهمته ويرېدلېمجبورنۍ نه زه د شپې درپسې راغلم

نعيمه غنيای د وخت په غبارو کې ورکه یاره‎زه له کومې زمانې درپسې راغلم

عابده سپوږمۍته له خپلې خولې نه تېر شولې فنا شوېزه په خپلې وعدې درپسې راغلم

سهيلا اصغريتا په لاره مشالونه دي بل کړيزه په پټه لکه غلې درپسې راغلم

عابده سپوږمۍته سندرې وايه شور وکړه شرنګېږهزه په ښکلې زمزمې درپسې راغلم

آسيه محرابيراسئ وګورئ زموږ خوږې دېرې تهخورې، مورې اې ترلې درپسې راغلم

آمنه فناته وې تږی تږی تږی رانه تللیزه څپې څپې څپې درپسې راغلم

نعيمه غني‎ته سجدې ته عبادت ته مې معبود کړې‎مخ مې ستون کړ له قبلې درپسې راغلم

آمنه فنابېلېدل مې درنه نه شي ای وجودهلکه سیوری درپسې درپسې راغلم

نوشابه آشنالکه تنده کې سراب پسې شي منډهسولې داسې بې اسرې درپسې راغلم

آسيه محرابيستا کتاب کتاب خبرو کې څه نشته؟زه د عشق له فلسفې درپسې راغلم

حسينه وفاما د وخت څپو کې وبايللې ژوندهرانه تللې زمانې درپسې راغلم

نوشابه آشناته یادونه د هوا په څپو راوړهد ګلابو له پردې درپسې راغلم

آمنه فناپه څادر دې راته اوښکې وچې نه کړېپه ژړا مې سترګې سرې درپسې راغلم

حسينه وفابې له تانه يتيمان واړه لفظونهد غزلو خزانې درپسې راغلم

فرشته غنيشپه تياره ده زړه مې تا پسې تخنیږيسپين ټټر له دريڅې در پسې راغلم

نوشابه آشناد هجران د تورو شپو ملنګ زړګیهلکه ماتې آئینې درپسې راغلم

آمنه فناکاغزي بدن مې سوی د عشق اور دیاوس اِیرې اِیرې اِیرې درپسې راغلم

فرشته غنيکلیوال راپسې بد وايې لګیا ديښه په کلکې ارادې درپسې راغلم

حسينه وفاد سبا پلو کې پټ د زړه مرهمهزخمي کړې يمه شپې درپسې راغلم

فرشته غنيته وا دومره مينه کله پيدا کيږيقسم خورم په سيپارې درپسې راغلم

نوشابه آشناکه هر څو دی کړم ستومانه زما ژوندهلکه سیند څپې څپې درپسې راغلم

فرشته غنينجونې ټولې ویدې شوي غم يې مکړهډېوې سترګې مې رڼې درپسې راغلم

خالده فوجونپه جادو ستا د لفظونو کې راګېرهنا خبره دې له دوکې درپسې راغلم

فرشته غنيتا چې دوې سترګې په بل کې خښې کړيخود به درکړمه دوکې درپسې راغلم

حسينه وفاد وختونو په زنځير کې وم تړلېراياد شوې دې وعدې درپسې راغلم

ولوله عنايت ترکېد پيزوان ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډر مې مات ده ځم زرګر تهوارخطا په دې پلمې درپسی راغلم

آمنه فناای زما د لغوړنې مینې یارهوهم چیغې او نارې درپسې راغلم

مهر تاجزه پوهېږم چې باور کول دې پریښيای! د بلې زمانې درپسې راغلم

فرشته غنيفريادونه مې په ستوني کې وچ شويځکه کړمه شوګيرې درپسې راغلم

حسينه وفاد شاعرې ګوتې وچې شوې ويده دهدومره ډېرې هديرې درپسې راغلم

سهيلا اصغريڅه تياره وه خوره شوې په کوڅه کېمخ دې بلې کړې شغلې درپسې راغلم

آسيه محرابينور به هېڅ درته په خوله نه راوړم يارهخير يو ځل که په ګېلې درپسې راغلم

فرشته غنياندامونه مې سوځيږي سره غرمه دهد بلۍ له کټارې درپسې راغلم

آمنه فناها چې ځان دې رانه هېر کړ هغه ته وې؟چې د زړه له دريڅې درپسې راغلم

سارا فوجونلېوالتيا ستا د ليدو زړگي ته راغلهپه يوه منډه لوڅې پښې درپسې راغلم

ولوله عنايت تره کېتا ویل ته به مې تل د زړګي سر یېدروغجنه په دعویې درپسی راغلم

فرشته غنيګيلې مه کوه د دوو ورځو دنيا دهمحبت او حوصلې درپسې راغلم

ولوله عنايت تره کېبیګنۍ شپه مې په خوب کې وې راغلیپه تعبیر د هغې شیبې درپسي راغلم

آسيه محرابيستا ليدو ته توره شپه په پټه راغلملکه غله له پسخانې درپسې راغلم

فرشته غنيتعبيرونه په خوبونو کې پورې نښليځکه دغه يکشنبې درپسې راغلم

حسينه وفاد انصاف لمن کې څه لرې نصيبهوړم تر څو به جنازې, درپسې راغلم

نرګس صافيروژه ماتی مې تيار مېړه ته کېښوداو زه بېرته خوارخوندې درپسې راغلم

درخانۍپه ساتلو د وطن پسې چي تللېد وجود تر دروازې درپسي راغلم

فرشته غنيآسمانونه له ژړاوو سټري شويپه ما بلې سرې لمبې درپسې راغلم

حسينه وفاکړې په تا مې ځوانيمرګې واړه هيلېد ارمان تر غرغرې درپسې راغلم

درخانۍزما زړه وې, زما ساه وې, په همدې خود خپل ژوند تر دې دایرې درپسې راغلم

حسينه وفاما د سر سړي بايللي په ميدان ديرانه ټيټې دي شملې درپسې راغلم

آسيه محرابيماته ماته رواجو کړمه نيمګړېاخ ټوټې ټوټې ټوټې درپسې راغلم

آمنه فنایو سپېڅلی بغاوت مې زړه غوښتلوما کړې ماتې زولنې درپسې راغلم

سهيلا اصغريڅومره ليرې دې د مينې محل جوړ کړستمېدلې او خولې درپسې راغلم

آسيه محرابيمخامخ کتلې نه شې او شرميږې !خوله مې واخله له اوږې درپسې راغلم

ولوله عنايت