د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالې ټولنې اوسنۍ کړنلاره سمه نهده
د افغان مېرمنو د حقونو د خونديتوب په اړه د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر کړنلاره نيوکې کيږي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ د پلاوي د سفر له پای او د افغان ښځو د حقونو په اړه د دغه سازمان د ښځو د برخې له یو تازه توېټ سره هممهاله د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې وایي، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې یوازې پر ټوېټونو، اعلامیو او رسمي غونډو بسنه کړې او عملي اقدام نهکوي.
د ښځو د حقونو فعالانې په دې باور دي چې، د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تېر یو کلن تعامل بېپایلې وو او اوس باید پر طالبانو د فشار داسې مېکانیزمونه رامنځته شي، چې عملي پایلې ولري.
د ښځو د حقونو فعاله، امينه مایار وایي، افغان مېرمنې او نجونې نور د شته محدودیتونو د زغملو توان نهلري او باید نقض شوي حقونه یې بېرته ورکړل شي.
نوموړې وايي: "تقریباْ له یونیم کال را پهدېخوا له ښځو څخه د ملاتړ لپاره غوڼډې، اعلامیې جریان لري، خو عملاْ اقدام نهدی لیدل شوی. بلکې ورځ تر بلې محدودیتونه ډېرېږي. هیلهمن یو چې نړیواله ټولنه د فشار له لارې وتوانیږي، چې اوسني وضعیت ته بدلون ورکړي."