د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام او پایلې يې
جدی 28, 1401 10:43 Asia/Kabul
پر نجونو د زده کړو بنديز، د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام؛ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه وايي، که ښځینه زده کړیالانو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، د افغانستان تر څلوېښتو زیات پوهنتونونه به وتړل شي او د پوهنتونونو خاوندان به خپلې پیسې بهر ته انتقال کړي.