په ننګرهارکې یو خیریه بنسټ یو شمیر مېرمنو ته د ګنډلو وسایل چمتو کړل.
د دغه بنسټ دچارواکو پر وینا، تردې وروسته به یادې مېرمنې په خپل مټ کار کوي او د اقتصادي ستونزو په هوارۍ کې به د خپلو کورنیو لاسنیوی کوي.
د انصار په نوم د خیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي چې په جلال اباد کې یې یو شمېر بې وزله مېرمنو ته دجامو ګنډلو په برخه کې دکار کولو اسانتیا برابره کړه. هغه وایي دغو مېرمنو چې په تېرو دوه لسیزو کې یې د جامو ګنډل زده کړي وو خو د بې وزلې له امله یې په خپل مټ د کار کولو توان نه درلود.
میرویس میلمه پال وایي هرې میرمنې ته یې د ګنډلو پر ماشین سربېره د اړتیا وړ نور وسایل هم ورکړل او همدارنګه یې هرې مېرمنې ته دوه زره افغانۍ هم ورکړې چې د جامو ګنډلو لپاره پرې ټوکر واخلي، دانصار خیریه بنسټ مشر وویل دغو مېرمنو ته یې د هغوې د ګنډل شویو جامو لپاره د پلور اسانتیا هم رامنځته کړې او د پوهنتونونو هغه بې وزله زده کونکي چې د فیس ورکولو توان نه لري د دغو مېرمنو په لاس ګنډل شویو کالیو ته به بازار موندنه کوي او دپلور په صورت کې به یې هغوې ته هم یوه اندازه پیسې په لاس ورځي چې پر مټ به یې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
انصار خیریه بنسټ له دې وړاندې یو شمیر نارینه وو ته هم په جلال اباد ښار کې د کار کولو اسانتیا برابر کړې وه.