په کابل کې د ښځینه زده کووونکو له خوا د ګنډلو ورکشاپ پرانېستل شوی.
جدی 26, 1401 10:58 Asia/Kabul
دغه مېرمنې د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د ژوند د جوړولو او له خپلو کورنیو سره د مرستې یوه ښه لار ګڼي.
په کابل کې د ښځینه زده کووونکو له خوا د ګنډلو ورکشاپ پرانېستل شوی.
د ګنډنې ورکشاپ د «د راه دانش د مسلکي خیاطۍ ورکشاپ» تر سرلیک لاندې د شنبې په ورځ د جدي میاشتې په ۲۴ مه په کابل کې د څلورو ښځینه زده کړیالانو له خوا پرانېستل شو.
دغه ورکشاپ د څلوېښت زره افغانیو په لګښت د ښځو لپاره پرانستل شو. د راه دانش د ګنډلو د ورکشاپ مسوولان وايي، چې په دغه ورکشاپ کې لس مېرمنې په پنځو څانګو کې کار کوي.
د دغه ورکشاپ د مسوولینو په وینا، دغه مېرمنې د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د ژوند د ګټلو او له خپلو کورنیو سره د مرستې یوه ښه لار ګڼي.