مرسل نبي زاده د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله وه
جدی 26, 1401 10:30 Asia/Kabul
د پخوانۍ ولسي جرګې غړي وايي چې نوموړې په خپلو خلکو ځورېدله او د بېوسو خلکو چوپړ يې کاوه.
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې مرسل نبيزاده پر وژلو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د هغو کسانو ژوند خوندي نهدی چې له تېر جمهوري نظام سره یې کار کړی دی.
مرسل نبي زاده څوک وه؟
نوم او د کورنۍ نوم: مرسل نبي زاده
د پلار نوم: غلام نبي
د زېږېدو نېټه: ۱۳۷۲هـ ش
د زېږېدنې ځای (ولسوالۍ/ولایت): د روداتو ولسوالۍ، ننګرهار ولایت
اصلي استوګنځی: ننګرهار ولایت
اوسنۍ هستوګنه: کابل ښار
نوموړې په کابل کې د ولسي جرګې وکیله وه او تر دې وړاندې يې په نادولتي موسسو کې هم کار کړی، دارنګه د يوه خصوصي ښوونځي سرښوونکې هم وه.