پر ښځو بندیزونه د نړیوالې ټولنې او د اسلامي امارت له ژمنو سره په ټکر کې دي.
امریکا: له زدهکړو او کار څخه د ښځو منع کول د نړیوالې ټولنې او د اسلامي امارت له ژمنو سره په ټکر کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، واشنګټن به تل له افغانانو ملاتړ وکړي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي: «موږ له دې حقیقته نه یوو منکر شوي چې د طالبانو پریکړې له نړیوالې ټولنې سره د کړیو ژمنو پرخلاف دي، خو له تر ټولو مهمه دا ده چې هغوی د افغانستان د خلکو پر وړاندې ژمنه کړې ده. موږ به تل د افغانستان د خلکو په څنګ کې و اوسو.»
له بلې خوا، د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، د ښځو د کار او زده کړو ځنډیدل موقتي دي او پر یوې داسې کړنلارې کار روان دی، چې له مخې به یې نجونې وکولای شي خپلو زده کړو او کارونو ته دوام ورکړي.
د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «موږ هغه حقوقو ته ژمن یو چې اسلامي شریعت ښځو او نارینه وو ته ورکړي دي. اسلامي امارت متعهد دی، چې دغه برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.»