د نجونو او ښځو پر کار او زده کړو د بندیز د لېرې کولو غوښتنې
جدی 19, 1401 12:01 Asia/Kabul
د نجونو او ښځو پر کار او زده کړو د بندیز د لېرې کولو غوښتنې ډېرې شوي دي.
افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو ځنډېدو سره هم مهاله بشردوستانه چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، يونېسف او د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې رامنځته شوي بندیزونه باید لرې شي.
په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار مخنیوي اړوند د نړیوالې ټولنې له خبرداریو سره سره اسلامي امارت تر اوسه پر خپلې دغې پرېکړې بيا کتنه نه ده کړې.