ملاله یوسفزۍ: د افغان ښځو د فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژنئ!
ملالې یوسفزۍ د فوټبال له نړیوال فیدراسیون څخه غوښتي دي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله په رسمیت وپيژني.
ملاله یوسفزۍ د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده. هغې د ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې «طالبان له عامه ژوند څخه ښځې بې برخي کوي.»
نوموړې زیاته کړې چې د فوټبال نړیوال فیدراسیون دې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپيژني او دا پیغام دې غبرګ کړي چې ښځې کار ته او درسي ټولګیو ته باید ولاړې شي، دارنګه د فوټبال په میدان کې حضور ولري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ټولو زیات د ښځو پر وړاندې ورځ تر بلې بنديزونه پراخیږي. ښځې له سپورت بندې شوي، پارکونو ته پر تګ یې هم بندیز لګول شوی او په عامه ادارو کې هم له دندو راګرځول شوي دي. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو هم بندیز دی. دارنګه په وروستیو کې طالبانو په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
په پام کې ده چې د ۲۰۲۳م کال د جولای میاشتې له ۲۰مې نېټې څخه د اګست تر شلمې نېټې پورې په آسترالیا او نیوزیلنډ کې د ښځو فوټبال نړیوال جام ترسره شي.