ړندې نجونې هم د زده کړو کولو وړتیا لري.
جدی 14, 1401 11:26 Asia/Kabul
ړندې نجونې هم د زده کړو کولو وړتیا لري خو په افغانستان کې بیا د دوی په وړاندې هم د ټولګیو دروازې وتړل شوې.
طالبانو په کونړ کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی هم بند کړی.
طالبانو په کونړ ولایت کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی هم بند کړی دی.
په دغه ټولګي کې، چې درې میاشتې پخوا پیل شوی، لسګونو نابینا نجونو بریل لیک لوست زده کاوه.د نابینایانو لپاره د بریل لیک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پرانیستل شوي و، خو طالبانو دا مرکزونه یو په بل پسې بند کړل.طالبانو د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه هم بند کړي دي.