جدی 12, 1401 12:00 Asia/Kabul
  • زه ستاسو غږ اورم او ستاسو ترڅنګ ولاړه یم.

رینا امیری افغان مېرمنو ته ویلي دي چې زه ستاسو غږ اورم او ستاسو ترڅنګ ولاړه یم.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، زده کړو او کار ته د افغان ښځو د لاسرسي لپاره کار کوي.

هغې د افغانستان ښځو او نجونو ته په خطاب کې په یوه ټوېټ کې لیکلي: "زه ستاسو غږ اورم او ستاسو تر څنګ ولاړه یم."

د یادونې ده چې له څه مودې راپه دېخوا د سرپرست حکومت له لوري د افغان نجونو  په زده کړو او د افغان مېرمنو په کار خورا ډېر بندیزونه لګېدلي دي چې دغه پرېکړه د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې هم ده.

تگ