د خبر برخه
-
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د واقعي اوربند د نشتوالي ادعا
قوس 08, 1404 17:35د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ له اوربند سره سره د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه دوام لري او د دواړو خواوو ترمنځ اوربند په خپل ځای نه دی. اندرابي خبرداری ورکړ چې د پاکستان پوځ د افغانستان له خوا د هر ډول احتمالي ګواښ په وړاندې ښه چمتوالی لري.
-
پاکستان ورستیو ۱۱ میاشتو کې یو میلیون افغانان ایستلي دي
قوس 08, 1404 17:34د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې د روان کال په تیرو یوولس میاشتو کې له یو میلیون څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي یا له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.
-
د مقاومت پر دوام د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار
قوس 08, 1404 17:33د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه په یوه وینا کې ټینګار وکړ چې دښمن د هیثم علي طباطبایي په وژلو سره خپل اهداف ترلاسه نه کړل او حزب الله به خپلې لار ته دوام ورکړي. شیخ قاسم وویل چې موږ د غچ اخیستلو او ځواب ورکولو حق لرو، او موږ به یې وخت پخپله وټاکو.
-
د آسیا سویل ختیځ کې ویجاړونکي سیلابونه
قوس 08, 1404 17:33په سویل ختیځې اسیا کې سیلابونو له درې سوه څخه زیات کسان وژلي دي.
-
د ایران وزن پورته کولو سیالۍ کې د افغان لوبغاړو ځلیدل
قوس 08, 1404 17:32د افغانستان وزن پورته کولو ملي لوبغاړي فضل کریم ترکمن په ایران کې د فجر جام نړیوالو سیالیو کې درې د برونزو مډالونه وګټل.
-
د افغانستان ځوانانو فوټبال ټیم نیپال ته ماتې ورکړه
قوس 08, 1404 17:31د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام د غوراوي سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې نیپال ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 06, 1404 17:47د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
قوس 06, 1404 17:46د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې د حلال نړیوال نندارتون په څنډه کې د ایران د سوداګرۍ له وزیر سره لیدلي.
-
هرات ته د خراسان رضوي والي سفر
قوس 06, 1404 17:44هرات ته د خراسان رضوي والي او د یوه لوی سوداګریز پلاوي له سفر وروسته د دواړو خواوو سیمه ییزو چارواکو او اقتصادي فعالانو په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د کچې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
-
افغانستان ته ایران او روسیې څخه د درملو واردولو هوکړه
قوس 06, 1404 17:43په ننګرهار کې د عامې روغتیا وزیر پاکستان سره د لارو تړل کیدو ته په اشارې ویلي ، چې د ایران ، روسیي او يو شمیر بهرنیو هیوادو سره يې د درملو د رالیږدونې په اړه خبرې کړي او هوکړې ته نږدې شوي دي. ښاغلي وزیر دغه څرګندونې دغه ولایت کې د سرطان پنځوس بستریز روغتون په ګډون د روغتیا په برخه کې د درې پروژو د پرانستې پرمهال کړي دي.