خیبرپښتونخوا کې د امنیتي تدابیرو زیاتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48298-خیبرپښتونخوا_کې_د_امنیتي_تدابیرو_زیاتوالی
د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو د دې ولایت په مختلفو سیمو کې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو اعلان کړی دی.
(last modified 2025-12-10T09:04:41+00:00 )
قوس 19, 1404 13:33 Asia/Kabul
  • خیبرپښتونخوا کې د امنیتي تدابیرو زیاتوالی

د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو د دې ولایت په مختلفو سیمو کې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل خان افریدي ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد څانګې د پیاوړتیا لپاره درې څلویښت ملیونه ډالر ځانګړي شوي دي.د هغه په وینا د دې پریکړې پر بنسټ، د سایبیري، استخباراتو او عملیاتي عمل په ګډون په مختلفو څانګو کې به شپږسوه اته دیرش عملیاتي ځواکونه استخدام شي.آفریدي وویل چې د وسلو، زغره والو موټرو او عملیاتي تجهیزاتو د پیرودلو لپاره تمویل هم په ورته چوکاټ کې نهایی شوی دی.هغه د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور کې د ترهګرۍ ضد څانګې د نوي سیمه ایز مرکزي دفتر د جوړولو او د دې ادارې د ودانیو د جوړولو اعلان هم وکړ، چې موخه یې د امنیت پیاوړتیا ده.