د خبر برخه
-
په څو ولایتونو کې د تعزیري سزا اجرا کول
قوس 06, 1404 17:42د سرپرست حکومت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په مختلفو ولایتونو کې شاوخوا پنځه سوه نوي کسان په بند محکوم شوي دي.
-
غزه او لویدیځه غاړه کې د څو فلسطینیانو شهادت
قوس 06, 1404 17:42د اوربند له هوکړې سره سره په غزه او لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم پوځي بریدونو د نن پنجشنبې سهار تر لومړیو ساعتونو پورې دوام وکړ. فلسطیني رسنیو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دې بریدونو کې د لږترلږه شپږو کسانو د شهادت خبر ورکړی دی.
-
هانګ کانګ کې پراخه اورلګیدنه
قوس 06, 1404 17:41د هانګ کانګ چارواکي وايي چې نن پنجشنبې سهار وختي په څو استوګنیزو ودانیو کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوه چې لسګونه کسان یې ووژل.
-
د امریکا ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې
قوس 06, 1404 17:40د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ډزو په یوه پېښه کې د ملي ګارد دوه غړي سخت ټپیان شوي دي. د امریکا چارواکو بریدګر د نهه ویشت کلن افغان په توګه پیژندلی دی.
-
د آسیا غوراوي لوبو کې د افغانستان دوېیمه ماته
قوس 06, 1404 17:39د افغانستان د اولس کلنو فوټبال لوبډلې د اسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې د سوریې پر وړاندې د درې پر یو توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه تېر ماښام په میانمار کې ترسره شوه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 05, 1404 17:13د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
کابل د پاکستان بریدونو ته د جدي غبرګون ژمنه وکړه
قوس 05, 1404 17:12سره له دې چې پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان په ختیځ کې په بریدونو کې یې هیڅ رول نه درلود، د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې مسؤلیت په مستقیم ډول د پاکستان د پوځ پر غاړه دی او د کابل له جدي غبرګون سره به مخ شي.
-
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
قوس 05, 1404 17:11د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې په استانبول کې د حلال نړیوال کنفرانس او نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړه.
-
د روسیې استازي سره د سرپرست حکومت د سفیر لیدنه
قوس 05, 1404 17:10په روسیه کې د سرپرست حکومت سفارت د اعلان له مخې د شانګهای همکارۍ سازمان ته د افغانستان د بیرته ستنیدو لپاره د کابل او مسکو د چارواکو ترمنځ مشورې ترسره شوې دي.
-
دایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني
قوس 05, 1404 17:10دایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر سره په یوه کتنه کې د تهران او اسلام آباد ترمنځ د امنیتي همکارۍ او دوه اړخیزې همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.