د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو غونډه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48297-د_افغانستان_اړوند_د_ملګرو_ملتونو_غونډه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن چهارشنبه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره په سمون کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي.
(last modified 2025-12-10T09:03:52+00:00 )
قوس 19, 1404 13:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن چهارشنبه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره په سمون کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي - یوناما - ویلي چې دا غونډه به نن ماښام د کابل په وخت اونیمې بجې ترسره شي.د غونډې اصلي اجنډا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت بیاکتنه ده.د نجونو او ښځو د زده کړې او کار څخه مخنیوی د هغو نیوکو څخه دی چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په اړه دي؛ یوه مسله چې د کابل حکومت د افغان کلتور او دودونو پر بنسټ یوه داخلي مسله بللې او په دې مسلو کې یې د نورو هیوادونو لاسوهنه غندلې ده.