د زړه په سوري اخته 400 ماشومانو درملنه
جدی 24, 1403 13:31 Asia/Kabul
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، په هیواد کې له څلورو سوو څخه زیاتو د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه شوې ده.
د دې ادارې ویاند مدثر همراز وویل چې دا مهال له دیرش زره او پنځه سوو څخه ډیر ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته دي، له دوی سره ثبت شوي او د درملنې په تمه دي.د زړه سوري ناروغي په افغانستان کې یو له هغو مهمو ناروغیو څخه ده چې ماشومان اغیزمنويد جمهوریت په وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دې ماشومانو په درملنه او بهر ته د هغوی په لیږلو کې فعال رول ولوباوه. اوس د عامې روغتیا وزارت وايي چې هڅه کوي د دې ماشومانو درملنه په افغانستان کې وشي