د ۶۵ زره جریبه څخه ډېره دولتي ځمکه راګرځول
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د هیواد په یوولسو ولایتونو کې له پنځه شپیته زره او دوه سوه پنځه ویشت جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته ترلاسه شوې ده.
د عدلیې وزارت وايي چې دا ځمکې د تثبیت او بیاکتنې وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.تر ټولو ډېره ځمکه په غزني ولایت کې چې درویشت زره او دوه سوه پنځه اتیا جریبه کېږي راګرځول شوې دهد عدلیې وزارت چارواکو وویل چې په تیره میاشت کې، دوی په اتلسو ولایتونو کې له یو سل او شپږ څلوېښت زره او اووه سوه دوه نوي جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه پیژندلې ده.سربیره پردې، په شپږویشت نورو ولایتونو کې له څلور سره دري شپيته زره او دوه سوه او پنځه جریبه څخه زیاته ځمکه تر ارزونې لاندې ده.د عدلیې وزارت ټینګار کړی چې په ټولو ولایتونو کې د دولتي ځمکو د بیاکتنې، تصویب او بیرته ستنولو بهیر دوام لري، او د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون، د تخنیکي کمیټو سره یوځای، د غصب شویو ځمکو اړوند قضیې څاري.