د لبنان او سوریې په سرحدي سیمو بمبار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39756-د_لبنان_او_سوریې_په_سرحدي_سیمو_بمبار
په سوریه کې خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د هیواد دننه او د لبنان سره پر پوله پرتو سیمو بریدونه کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 24, 1403 13:34 Asia/Kabul
  • د لبنان او سوریې په سرحدي سیمو بمبار

په سوریه کې خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د هیواد دننه او د لبنان سره پر پوله پرتو سیمو بریدونه کړي دي.

دغه الوتکو په ځانګړي ډول د الهرمل ښار بمبار کړی دی. په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، د دغه هېواد پر خاوره د صهیونیستانو بریدونه زیات شوي دي.د سوریې رسنیو د سوریې پلازمینې دمشق شمال لویدیځ کې لبنان سره پر پوله پرتو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د هوايي بریدونو په پایله کې د چاودنو راپور ورکړید سوریې دولتي شبکه، چې اوس د تحریر الشام ډلې لخوا کنټرول کیږي، وايي چې صهیونیستي رژیم اوس مهال د قنیطره په څنډه کودنه ښارګوټي کې د تل احمر سیمه کنټرولوي.دا ښار په سوریه کې یو له مهمو پوځي اډو څخه دی.