-
په سرپل ولایت کې د داعش د ۶ غړو نیول کېدل
دلو 04, 1403 13:14د سرپل ولایت امنيې قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه يې د داعش شپږ غړي نيولي دي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 03, 1403 14:13د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د کرکټ اتلانو جام
دلو 03, 1403 13:23د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د چمپینز ټرافي لوبو د کوربه هېواد پاکستان نوم به د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پر کمیسونو کې نه چاپیږي.
-
د بند مودې په اړه د فلسطیني ښځینه بندي څرګندونې
دلو 03, 1403 13:22د بندیانو د تبادلې تړون په لومړي پړاو کې د فلسطیني بندیانو د یوې برخې په توګه د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې لسګونه ښځینه بندیانې خوشې شوې. د دغو بندیانو څخه یوه یې وايي چې پلار یې د هغې د بند پر مهال مړ شوی.
-
باختري کرانه کې د شخړو زیاتوالی
دلو 03, 1403 13:21د صهیونیستي رژیم د پوځ له خوا د لویدیځې غاړې په سیمو کې پراخ بریدونه وشول چې په پایله کې یې لس فلسطینیان شهیدان او لږ تر لږه څلویښت نور ټپیان شول. په عین حال کې، صهیونیستي رسنیو راپور ورکړی چې په تل ابیب کې په یوه استشهادي برید کې څلور صهیونیستان ټپیان شوي دي.
-
په ننګرهار ولایت کې د اقلیم بدلون د اغیزو د کمېدو او وچکالۍ د مخنیوي په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین پيل شو.
دلو 03, 1403 13:19په ننګرهار ولایت کې د اقلیم بدلون د اغیزو د کمېدو او وچکالۍ د مخنیوي په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین پيل شو. د مسولینو په وینا د نیالګیو دغه پسرلنی کمپاين په ترڅ کې به څه کم څلور میلیونه ميوه لرونکی، بې ميوې او زینتي بوټي کینول شي.
-
کابل کې د ترکیې سفیر سره د روغتیا وزیر لیدنه
دلو 03, 1403 13:18د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې د بیړنیو ناروغانو لپاره د ویزو د ورکولو او په افغانستان کې د ترکیې له ملاتړ لاندې روغتونونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
-
اقتصادي هځو لپاره متقي څخه د یوناما د مشرې ستاینه
دلو 03, 1403 13:17د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې وویل چې افغانستان ته پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله زیاتې شوې دي.
-
د ایران اسلامي انقلاب رهبر سره د اقتصادي فعالانو لیدنه
دلو 03, 1403 13:16د ایران اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د مقاومت جبهې پر ژوندي والي ټینګار وکړ او وویل چې صهیونیستي رژیم په غزه کې خپلو اهدافو ته د رسیدو توان نه لري.
-
د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره د افغان چارواکو لیدنه
دلو 03, 1403 13:15د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د سرپرست حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هیواد له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې لیدلي او خبرې اترې یې کړې دي.