کابل کې د ترکیې سفیر سره د روغتیا وزیر لیدنه
دلو 03, 1403 13:18 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې د بیړنیو ناروغانو لپاره د ویزو د ورکولو او په افغانستان کې د ترکیې له ملاتړ لاندې روغتونونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
مولوي نور جلال جلالي همدارنګه جنک اونال سره په افغانستان کې د ترکیې په ملاتړ روغتونونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د روغتیایی کارمندانو د ظرفیت لوړولو، د مور او ماشوم د روغتیا پاملرنې او د روغتیا په سکتور کې د پخوانیو هوکړه لیکونو بیاکتنې په اړه خبرې وکړې.ښاغلي جلالي د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.