د کرکټ اتلانو جام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40086-د_کرکټ_اتلانو_جام
د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د چمپینز ټرافي لوبو د کوربه هېواد پاکستان نوم به د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پر کمیسونو کې نه چاپیږي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 03, 1403 13:23 Asia/Kabul
  • د کرکټ اتلانو جام

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د چمپینز ټرافي لوبو د کوربه هېواد پاکستان نوم به د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پر کمیسونو کې نه چاپیږي.

هندي رسنیو پرون راپور ورکړ چې د ICC له پلان سره سم د چمپینز ټرافي په لوبو کې د ګډون کوونکو ټولو لوبډلو پر کمیسونو باید د پاکستان نوم ولیکل شي، خو دا پریکړه د هند ملي لوبډلې نه ده منلې.د چمپینز ټرافي لوبې د فبروري په نولسمه پیلېږي او د مارچ تر نهمې به دوام وکړي. په دې لړۍ کې د افغانستان لومړۍ لوبه به د فبروري په یوویشتمه له جنوبي افریقا او دوهمه به یې د فبروري په شپږویشتمه له انګلینډ سره وي