-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 02, 1403 13:31د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د بندیانو تبادلې د دویمې مرحلې جزییات
دلو 02, 1403 13:29حماس په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې صهیونیستي رژیم سره د بندیانو د تبادلې دوهم پړاو به راتلونکې یکشنبه ترسره شي. د صهیونیستي او فلسطیني بندیانو لیست به د شنبې په ورځ دواړو خواوو ته وړاندې شي. په دې مرحله کې، څلور صهیونیستي ښځینه بندیانې د یو سل او شل فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.
-
بغلان ولایت کې د فوټبال سیالیو پای
دلو 02, 1403 13:28د فوټبال هغه سیالۍ چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د لسو ټیمونو ترمنځ ترسره شوې د خراسان ټیم د اتلولۍ په ګټلو سره پای ته ورسېدې.
-
د ډنالډ ټرامپ د ولسمشرۍ دویمې دورې پیل
دلو 02, 1403 13:27د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ دوهمه دوره په رسمي ډول پیل شوه. د هغه د لوړې مراسم تېره شپه د امریکا په کانګرس کې ترسره شول. سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته، د متحده ایالاتو اووه څلوېښتم ولسمشر یو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل، چې پکې د پاریس د اقلیم له تړون څخه وتل او د متحده ایالاتو په جنوبي پوله کې د بیړني حالت اعلان شامل وو.
-
سمندري تمریناتو کې د ګډون لپاره ایران ته د پاکستان بلنه
دلو 02, 1403 13:26د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ایران او پاکستان د پوځي چارواکو د هوکړې پر بنسټ خبر ورکړ چې ایران ته په پاکستان کې په نړیوالو سمندري تمریناتو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او په دې مراسمو کې به ګډون وکړي.
-
د افغانستان پوله کې د پاکستان پوځي عملیات
دلو 02, 1403 13:26پاکستان په پښتونخوا کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ
-
افغانستان کې د اوبو کمښت خطرونو په اړه د اوچا خبرداری
دلو 02, 1403 13:23د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په راتلونکي کال کې د اوبو د کمښت او سږ کال په ژمي کې د کم اورښت په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
د مسافروړونکو موټر پر مخ د سالنګ لارې پرانستل
دلو 02, 1403 13:23د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره نن د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه
-
دوو امریکایانو سره د یوه افغان بندي تبادله
دلو 02, 1403 13:21د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت له دوو امریکایانو سره د یوه افغان بندي د تبادلې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې تبادلې په پایله کې، د خان محمد په نوم یو کس د امریکا له زندانه خوشې او افغانستان ته راستون شوی دی.
-
د افغانستان په اړه د امریکا او چین مختلف لیدلوري
دلو 02, 1403 13:20په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د اشغال له پای ته رسېدو وروسته لا هم له افغانستان څخه د خپلو پاتې پوځي تجهیزاتو د ایستلو په اړه فکر کوي او واکمنان یې دښمنان بولي، له بلې خوا چینایان هره ورځ په دې هېواد کې خپل شتون زیاتوي.