-
د تکواندو په آزادو سیالیو کې د افغان تنکیو ځوانانو اتلولي
دلو 30, 1403 13:15افغان تنکي ځوانان آسیا تکواندو آزادو سیالیو اتلولي ته ورسېدل او د سرو زرو درې مډالونه یې ترلاسه کړل
-
جنین کې د یو فلسطیني ماشوم شهادت
دلو 30, 1403 13:13د لویدیځې غاړې په شمالي برخه کې د صهیونیستي پوځ له پراخو بریدونو وروسته، د فلسطین روغتیا وزارت په جنوبي جنین کې د یوه فلسطیني ماشوم د شهادت خبر ورکړ. په نور شمس او طولکرم کمپونو بریدونه او په سیمه کې د زیربناوو ویجاړول هم دوام لري.
-
د ټي ټي پي لخوا د ۲ پاکستاني امنیتي ځواکونو وژل کیدل
دلو 30, 1403 13:13د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د یوې چاودنې له امله دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي
-
سیمه ییزو ترتیباتو څخه د ایران د ایستلو پالیسۍ ناکامي
دلو 30, 1403 13:10د ایران بهرنیو چارو وزیر په فارس خلیج کې د ایران د بهرني سیاست په اتم کنفرانس کې وویل چې سیمه ییزو ترتیباتو څخه د ایران د ایستلو یا فارس خلیج کې د ایران او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ د اختلاف د رامینځته کولو پالیسي ناکامه شوې ده.
-
د پاکستان له بندخونو د ۸ افغانانو خوشې کیدل
دلو 30, 1403 13:08د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې اته افغانان پرون د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
-
په افغان ښځو د بندیزونو پر لرې کولو د یوناما ټینګار
دلو 30, 1403 13:07په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی وايي چې د سرپرست حکومت له خوا زده کړې، کار او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه اوږدمهاله زیانونه رامنځته کوي.
-
د افغانستان پر اقتصادي ناورین د نړیوال بانک راپور
دلو 30, 1403 13:06د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې، د افغانستان په اقتصاد کې نسبي بیارغونه د پراخې بې وزلۍ له امله نازکه ده. د نړیوال بانک راپور ښيي چې د افغانستان سوداګریز کسر تیر کال څلور پنځوس سلنه زیات شوی دی.
-
د داعش په ځپل کیدو د کورنیو چارو وزارت ټینګار
دلو 30, 1403 13:05د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته وویل چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی دی.
-
د اسلامي همکاریو سازمان استازي سره د متقي مشورې
دلو 30, 1403 13:04د سرپرست حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لیدنه او خبرې وکړې
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 29, 1403 13:20د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه