د اسلامي همکاریو سازمان استازي سره د متقي مشورې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40920-د_اسلامي_همکاریو_سازمان_استازي_سره_د_متقي_مشورې
د سرپرست حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لیدنه او خبرې وکړې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 30, 1403 13:04 Asia/Kabul
  • د اسلامي همکاریو سازمان استازي سره د متقي مشورې

د سرپرست حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لیدنه او خبرې وکړې

متقي په دې کتنه کې وویل چې په افغانستان کې واقعیت د بهرنیو رسنیو له انعکاس سره ډېر توپیر لري. هغه هیله څرګنده کړه چې بهرني اړخونه به اصلي واقعیتونه وویني.په ورته وخت کې، د اسلامي همکاریو سازمان استازي دا هم وویل چې دا سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلواکه توګه او د حقایقو پر بنسټ پریکړې کوي.طارق علي بخیت وويل چې د اسلامي همکارۍ سازمان له پيله د افغانستان په وړاندې د انتخابي چلند پلوي نه دی او په بېلابېلو لارو يې له افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکړی دی.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست علي رضا بیکدلي سره هم وکتل.په افغانستان کې د ایران سفارت په یوه پیغام کې ویلي چې د غونډې په جریان کې د سوداګرۍ، ترانسپورت، روغتیا، کرنې او سیاسي همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.په کابل کې د ایران سفارت د غونډې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.