د پاکستان له بندخونو د ۸ افغانانو خوشې کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40924-د_پاکستان_له_بندخونو_د_۸_افغانانو_خوشې_کیدل
د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې اته افغانان پرون د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 30, 1403 13:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان له بندخونو د ۸ افغانانو خوشې کیدل

د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې اته افغانان پرون د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا کسان د پاکستاني پولیسو لخوا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.د کډوالو چارو وزارت په وینا، دغو افغانو درې میاشتې د پاکستان په مختلفو زندانونو کې تېرې کړې دي.د یادونې وړ ده چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي هیوادوال د سپین بولدک له سرحدي لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.د کډوالو چارو وزارت لخوا د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، د روانې میاشتې له پیل راهیسې، د دغه کسانو په ګډون، څلور سوه اوولس افغانان د پاکستان له بندخونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.پاکستاني چارواکو په ملګرو ملتونو غږ کړی چې په هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.په ورته وخت کې، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال هم د دې هېواد د پولیسو د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي