د داعش په ځپل کیدو د کورنیو چارو وزارت ټینګار
دلو 30, 1403 13:05 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته وویل چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د داعش وروستي بریدونه د افغانستان له پولو بهر او په ګاونډیو هیوادونو کې پلان شوي وو. هغه وویل چې افغانستان هم هڅه کوي چې د پولې هاخوا بریدونه شنډ کړي.عبدالمتین قانع یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي، او وویل چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو هېوادونو ته هیڅ خطر نشته.تر دې مخکې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ادعا کړې وه چې د داعش روزنیز مرکزونه د افغانستان له پولو بهر دي.دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.