-
د څلورمې ورځې لپاره د تورخم دروازې تړل
حوت 07, 1403 13:18پاکستان د تورخم لاره د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره تړلې ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ پاکستاني لوري سره په دې اړه ناسته وشوه، خو پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو له سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له سیاست څخه جلا وساتي.
-
یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۴۱۵ ټنه توکو لېږد
حوت 07, 1403 13:17د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي چې افغانستان یوازې د روان کال په دلو میاشت کې د ریل پټلۍ له لارې له نورو هیوادونو سره نږدې څلور لک او پنځلس زره ټنه سوداګریزو او غیر سوداګریزو توکو راکړه ورکړه کړې
-
هسپانیا کې د هرات امنیتي ډیالوګ غونډه
حوت 07, 1403 13:16د هرات امنیتي خبرو اترو دولسم پړاو د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز لخوا ترسره شو. په غونډه کې ویناوالو د ترهګرۍ ګواښ، سیاسي فضا او د ښځو وضعیت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
-
هېواد کې د بشري ناورین زیاتیدو په اړه د سره صلیب اندېښنه
حوت 07, 1403 13:14د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په هېواد کې اړمنو خلکو ته بشري مرستې جاري وساتي.
-
د ملګرو ملتونو سرمنشي سره د ایران بهرنیو چارو وزیر لیدنه
حوت 07, 1403 13:13د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې د سوله ییزې اټومي انرژۍ په برخه کې په خپلو ژمنو باور لري.
-
د لبنان په سویل کې د شهید سیدهاشم صفي الدین جنازه
حوت 07, 1403 13:12د لبنان د حزب الله د اجرایوي شورا د مرحوم مشر جنازه د لبنان په جنوبي برخه کې له څو ساعتونو شانداره مراسمو وروسته د هغه په خپله پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.
-
په باختري کرانه د یرغلګر رژیم پوځي بریدونه
حوت 07, 1403 13:02د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې د صهیونیستي پوځ د بریدونو په دوام دغه رژیم خپل برید په طوباس، جنین او طولکرم ښارونو باندې پراخ کړي .صهیونیستي رژیم اعلان کړی چې شاوخوا څلویښت زره فلسطینیان یې له دریو کمپونو څخه ایستلي دي او هغوی ته د بیرته راستنیدو اجازه نه ورکوي.
-
اوکراین کې د جګړې پای لپاره د امریکا پریکړه لیک تصویب
حوت 07, 1403 13:01د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ.
-
د کرکټ ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام لوبه
حوت 07, 1403 12:55د کرکټ اتلانو جام روانو سیالیو کې، د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې بنګله دیش ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 06, 1403 14:38د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه