د څلورمې ورځې لپاره د تورخم دروازې تړل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41148-د_څلورمې_ورځې_لپاره_د_تورخم_دروازې_تړل
پاکستان د تورخم لاره د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره تړلې ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ پاکستاني لوري سره په دې اړه ناسته وشوه، خو پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو له سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له سیاست څخه جلا وساتي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 07, 1403 13:18 Asia/Kabul