د کرکټ ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام لوبه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41140-د_کرکټ_۲۰۲۵_کال_د_اتلانو_جام_لوبه
د کرکټ اتلانو جام روانو سیالیو کې، د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې بنګله دیش ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 07, 1403 12:55 Asia/Kabul
  • د کرکټ ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام لوبه

د کرکټ اتلانو جام روانو سیالیو کې، د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې بنګله دیش ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه په لومړي ګروپ کې ترسره شوه، او له هند وروسته، نیوزیلینډ د خپلې دوهمې بریا او څلورو نمرو په ترلاسه کولو سره په نیمه پای لوبه کې خپل ځای خوندي کړ. د بنګله دېش او پاکستان لوبډلې بل پړاو ته د تګ څخه پاته شولنن به د اسټرالیا او سویلي افریقا ټیمونه هم میدان ته راووځي.سویلي افریقا او اسټرالیا تر اوسه پورې د افغانستان او انګلستان په وړاندې خپلې لومړۍ لوبې ګټلي دي او هر یو یې دوه دوه نمرې لري، په داسې حال کې چې افغانستان او انګلستان هیڅ نمرې نه دي ترلاسه کړې.ټاکل شوې ده چې افغانستان د چهارشنبې په ورځ د دې سیالیو په خپله دوهمه لوبه کې له انګلستان سره مخ شي.