-
صهیونیستي رژیم لخوا له اوربنده د سرغړونې دوام
حوت 12, 1403 13:28حماس غورځنګ د امریکا او صهیونیستي رژیم د اوربند د لومړي پړاو د غځولو او دویم پړاو ته د نه لیږدولو وړاندیز سره د خپل مخالفت اعلانولو سره وویل چې د صهیونیستي بندیانو د خوشې کولو یوازینۍ لاره د تړون بشپړول، دوهم پړاو ته ننوتل او بیا بشپړ او دایمي اوربند پلي کول دي.
-
افغانستان سره د ایران زر کیلومتره پولې تړل
حوت 12, 1403 13:27د ایران د وسله والو ځواکونو د انجینرۍ څانګې مشر حسین موسوي وايي چې د ترهګرو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره د ایران زر کیلومتره پوله وتړل شي.
-
کابل کې آرزو تلویزیون ته د فعالیت اجازه
حوت 12, 1403 13:26په کابل کې د آرزو خصوصي ټلویزیون دفتر اعلان وکړ چې له نږدې درې میاشتو ځنډ وروسته یې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
-
د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د ځمکې د لیږد بهیر
حوت 12, 1403 13:24د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ځمکې د لیږد پروسه روانه ده.
-
د بشري حقونو وضعیت څخه اندېښنو ته د کابل غبرګون
حوت 12, 1403 13:22د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یو شمیر هیوادونو د استازو نیوکې او اندیښنې بې بنسټه او د حکومت د اغیزمنو اقداماتو د کمزوري کولو هڅه بللې ده.
-
د تورخم د لارې د بیا پرانیستلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې
حوت 12, 1403 13:20د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت راپور ورکړی چې د تورخم د لارې د بیا پرانیستلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي.
-
افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو پر سر جنجالونه
حوت 12, 1403 13:19د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا په یوه ټلویزیوني مرکه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې پاتې شوي امریکایي تجهیزات د جګړې غنیمت دی
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 11, 1403 14:56د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان او استرالیا بې پایلې لوبه
حوت 11, 1403 14:55د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه زره پنځه ویشتم کال د اتلانو جام لوبه د باران له امله ودرول شوه او په مساوي توګه پای ته ورسېده.
-
جاپان کې پراخه اولګیدنه
حوت 11, 1403 14:54د جاپان رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د هیواد په شمال ختیځ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.