افغانستان سره د ایران زر کیلومتره پولې تړل
حوت 12, 1403 13:27 Asia/Kabul
د ایران د وسله والو ځواکونو د انجینرۍ څانګې مشر حسین موسوي وايي چې د ترهګرو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره د ایران زر کیلومتره پوله وتړل شي.
هغه دا هم اعلان وکړ چې د سرحدونو د تړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.د موسوي په وینا، دا اقدامات د لومړي ځل لپاره د ایران په اسلامي جمهوریت کې ترسره کیږي او د اتو کلونو په موده کې به بشپړ شي.افغانستان او ایران شاوخوا نهه سوه کیلومتره ګډه پوله لري.د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان سره په پوله کې د دیوال په جوړولو جدي کار کوي.ایراني چارواکو ویلي دي چې تر اوسه پورې د دې پولې لسګونه کیلومتره دیوال بند شوی دی.