د افغانستان او استرالیا بې پایلې لوبه
د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه زره پنځه ویشتم کال د اتلانو جام لوبه د باران له امله ودرول شوه او په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د نمرو د شمېرنې پر بنسټ، اسټرالیا څلورو نمرو سره د سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسیده، پداسې حال کې چې افغانستان د درېیو نمرو سره له سیالیو څخه بهر شو.اسټرالیا، چې مخکې یې د سویلي افریقا په وړاندې له لوبې کولو پرته یوه نومره ترلاسه کړی و؛ د پرون په لوبه کې، دوی له افغانستان څخه یو بل پواینټ مخکې شول او بل پړاو ته لاړل.د پرونۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې، افغان اتلانو په پنځوس اورونو کې دوه سوه دري اویا منډې وکړې.خو کله چې د اسټرالیا پاڼۍ پیل شوه، نو له یو سل او نهه منډو وروسته باران پیل شو او لوبه وځنډول شوه.اوس اسټرالیا او سویلي افریقا نیمه پای لوبې ته رسیدلي دي، پداسې حال کې چې افغانستان او انګلستان راتلونکي پړاو ته د رسیدو توان نه لري.