جاپان کې پراخه اولګیدنه
حوت 11, 1403 14:54 Asia/Kabul
د جاپان رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د هیواد په شمال ختیځ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.
دا اورونه چې د ایواته ولایت په ځنګلونو کې ولګېدل، تر اوسه پورې یې د دې ولایت د اوفوناتو په سیمه کې شپږسوه هکتاره ځمکه سوځولې ده.د جاپان حکومت یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې د دې سیمو له زرګونو کورنیو څخه غوښتل شوي چې خپل کورونه پریږدي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.ویل کیږي چې دا په تیره اونۍ کې د ایواته ولایت په ځنګل کې دریم اور دی. دا اور په لومړي سر کې د فبروري په نولسمه پیل شو خو د اور وژنې ډلې د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ وکولای شول چې اور مړ کړي.که څه هم د چهارشنبې تر ورځې پورې کنټرول شو خو اور په هماغه ورځ بیا ولګېد