د خبر برخه
  • د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل

    د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل

    حوت 30, 1403 14:01

    د پوهنې وزارت لخوا نن په رسمي ډول د کابل په اماني لېسه کې د سړې هوا لرونکو ولایتونو لپاره د نوي ښوونیز کال زنګ ووهل شو. په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل کیږي چې د څلورم پرله پسې کال لپاره نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته په ښوونځیو کې له زده کړې څخه محرومې دي.

  • د اشغالګرو په بریدونو کې ۷۰ څخه د ډیرو کسانو شهادت

    د اشغالګرو په بریدونو کې ۷۰ څخه د ډیرو کسانو شهادت

    حوت 30, 1403 13:59

    صهیونیستي رژیم له نن پنجشنبې سهار راهیسې د غزې په شمال او جنوب کې سخت بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي. له بلې خوا تېره شپه د یمن پر وړاندې د امریکا د یرغل په دوام کې نهه ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د یمن وسله والو ځواکونو د بن ګوریون په هوايي ډګر د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ.

  • استانبول کې د اردوغان پر وړاندې لاریونونه

    استانبول کې د اردوغان پر وړاندې لاریونونه

    حوت 30, 1403 13:57

    د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو چې د ترکیې د ولسمشر اصلي سیاسي سیال دی د نیول کېدو له کبله د هغه زرګونه پلویان سړکونو ته راووتل د ترکیې د بغاوت ضد ځواکونو هڅه وکړه چې دا لاریونونه وځپي د استانبول ښاروال په بیلابیلو تورونو نیول شوی دی.

  • افغانستان ته ایران څخه د شاوخوا ۴۸۰ بندیانو لېږد

    افغانستان ته ایران څخه د شاوخوا ۴۸۰ بندیانو لېږد

    حوت 30, 1403 13:57

    د ایران دولت څلور سوه څلور اتیا افغان بندیان هېواد ته راولېږدول

  • د عالمانو ترور اړوند پر پاکستاني دولت د ټي ټي پي تور

    د عالمانو ترور اړوند پر پاکستاني دولت د ټي ټي پي تور

    حوت 30, 1403 13:55

    په پاکستان کې پر دیني عالمانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک یا (ټي ټي پي) مشر په یوه ویډیو پیغام کې ادعا کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ په هیواد کې د دیني عالمانو په وژنه کې لاس لري.

  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    حوت 29, 1403 14:07

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

  • د افغانستان پر ټوله خاوره تسلط د کابل ټینګار

    د افغانستان پر ټوله خاوره تسلط د کابل ټینګار

    حوت 29, 1403 14:06

    د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د ولسمشر د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د افغانستان په خاوره کې د امنیتي ګواښونو شتون په اړه یې کړي ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې ده.

  • د تورخم سوداګریزې لار پرانستل

    د تورخم سوداګریزې لار پرانستل

    حوت 29, 1403 14:05

    د تورخم لاره د چهارشنبې په ماښام له شاوخوا یوې میاشتې وروسته د بار وړونکو موټرو او سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شوه.

  • ترکیه کې د لسګونو افغانانو نیول کیدل

    ترکیه کې د لسګونو افغانانو نیول کیدل

    حوت 29, 1403 14:05

    د ترکیې پولیسو پرون اعلان وکړ چې د یاد هیواد په څو ښارونو کې یې لسګونه افغان کډوال نیولي دي