-
د افغانستان پر وړاندې د بیلاول بوټو تورونه
حوت 29, 1403 14:04د پاکستان د خلکو ګوند مشر د دغه هیواد په پارلمان کې په یوه ځانګړې امنیتي غونډه کې افغانستان د ترهګرو لپاره یوه مهمه اډه وبلله او زیاته یې کړه چې په پاکستان کې یو لوی اور لګېدلی دی
-
په غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو بیا پیل
حوت 29, 1403 14:03د فلسطیني کډوالو په خیمو باندې د صهیونیستي رژیم د هوايي او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه لس کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د فلسطیني ولس لپاره د نړیوال ملاتړ او په غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل وژنې د غندلو غوښتنه کړې ده.
-
د توانیم په اډه د یمن پوځ راکټي برید
حوت 29, 1403 14:02د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطین دوه په نوم ترغږ چټک بالستیک توغنديو په وسیله نیول شویو سیمو کې د نواتیم ستراتیژیکه هوايي اډه په نښه کړه.
-
د اوکراین په تړاو د ټرامپ او پوتین خبرې اترې
حوت 29, 1403 14:00سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د انرژۍ او زیربناوو په برخو کې د اوربند په اړه هوکړه کړې ده.
-
د صهیونیستانو پر وړاندې نړیوال لاریونونه
حوت 29, 1403 13:59په غزه باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل وروسته د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې د دې جنایتونو ضد لاریونونه وشول
-
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي ټیم سیالۍ
حوت 29, 1403 13:58د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوه زره پنځه ویشتم کال د آسیا جام سیالیو کې چې په تایلینډ کې ترسره کیږي د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ګډون کره نیټه اعلان کړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 28, 1403 13:10د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
پر غزه د صهیونیستي تیري بیا پيل
حوت 28, 1403 13:09وروسته له هغه چې صهیونیستي رژیم په غزه کې په پرله پسې ډول اوربند مات کړ یاد رژیم نن سې شنبه سهار په دغه سیمه خپل هر اړخیز بریدونه پیل کړل چې لسګونه ملکي وګړي یې شهیدان کړل. په همدې حال کې سرپرست حکومت هم پر غزې د صهیونیستي رژیم بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
-
د کانونو اړوند د افغانستان او چین سلامشورې
حوت 28, 1403 13:08د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د لیدنې پر مهال د افغانستان په شمال کې د قشقري د تیلو څاګانو او د لوګر ولایت د مس عینک د لوی کان د استخراج لپاره د بیجینګ او کابل ترمنځ د قراردادونو په اړه بحثونه شوي دي.
-
د کابل او دهلي په تړاو د اسلام آباد امنیتي ناسته
حوت 28, 1403 13:04د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف جګپوړي سلاکار په اسلام آباد کې د هند او افغانستان د اړیکو او د دغه هیواد په ناامنۍ باندې د هغې د اغیزې د بیاکتنې لپاره د یوې امنیتي غونډې د جوړولو خبر ورکړی دی