ترکیه کې د لسګونو افغانانو نیول کیدل
حوت 29, 1403 14:05 Asia/Kabul
د ترکیې پولیسو پرون اعلان وکړ چې د یاد هیواد په څو ښارونو کې یې لسګونه افغان کډوال نیولي دي
په ځانګړې توګه بالیک سیر او بتلیس په څیر ښارونه هغو سیمو څخه دي چې دا کډوال پکې نیول شوي دي.د ترکیې پولیسو ویلي دي چې دا کډوال به د بهرنیانو د اخراج مرکز ته واستول شي ترڅو خپل هیواد ته بیرته واستول شي.په تېر یو کال کې د ترکیې دولت د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی دید ترکیې احصایې ادارې د روان کال په دلوه کې اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې له یوسل او نهه دیرش زره څخه ډیر افغانان ژوند کوي چې له عراقیانو وروسته په هیواد کې دوهم لوی بهرنی نفوس جوړوي.له دې مخکې افغانانو سره د ترکي پولیسو د غیر انساني چلند په اړه په ډیرو رسنیو کې راپور خپاره شول.په تیره بیا د دې ناوړه چلند انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شول.