افغانستان ته ایران څخه د شاوخوا ۴۸۰ بندیانو لېږد
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41821-افغانستان_ته_ایران_څخه_د_شاوخوا_۴۸۰_بندیانو_لېږد
د ایران دولت څلور سوه څلور اتیا افغان بندیان هېواد ته راولېږدول
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 30, 1403 13:57 Asia/Kabul
  • افغانستان ته ایران څخه د شاوخوا ۴۸۰ بندیانو لېږد

د ایران دولت څلور سوه څلور اتیا افغان بندیان هېواد ته راولېږدول

دا بندیان د چهارشنبې په ورځ د نیمروز په پوله کې د سرپرست حکومت چارواکو ته وسپارل شول.دا کسان چې د ایران په اووه ویشت ولایتونو کې په زندانونو کې بندیان وو د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د لیږد او د مجرمینو د ګرځولو په اړه د دوه اړخیزو تړونونو په چوکاټ کې هیواد ته راستانه شول.د ایران د بشري حقونو او نړیوالو چارو د عدلیې مرستیال وزیر عسکر جلالیان ویلي دي چې د دغو کسانو جرمونه سیاسي نه دي او د افغانستان د سرپرست حکومت سره هیڅ تړاو نلري.هغه په وینا ډیری دغه بندیان د مخدره توکو اړوند جرمونو په تور په زندان کې وو او خپلې عمومي سزاګانې یې تېرې کړې وې.د سرپرست حکومت د زندانونو چارو مشر محمد یوسف مستري وویل چې بندیان به ولایتونو ته ولېږدول شي او هلته به یوه ځانګړې موده تیره کړي.