-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 02, 1404 14:14د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
حمل 02, 1404 12:45د غزې په مختلفو سیمو د صهیونیستي رژیم بریدونه نن هم دوام لري او په پایله کې یې یو شمیر فلسطینیان شهیدان شوي دي. له بلې خوا د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند نن سهار اعلان وکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه شوی دی. نن سهار د لبنان له جنوبي برخې څخه د شمالي اشغال شویو سیمو په لور پنځه توغندي وتوغول شول.
-
ولسي خلکو سره د ایران اسلامي انقلاب د رهبر د نوي کال لیدنه
حمل 02, 1404 12:44د ایران د اسلامي انقلاب رهبر پرون د نوي کال په مناسبت د دې هیواد د خلکو له مختلفو ډلو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې امریکایان باید پوه شي چې دوی به هیڅکله ایران سره د مخامخ کیدو پر مهال په ګواښونو سره هیڅ ځای ته ونه رسیږي او که دوی د ایران د ملت په وړاندې کوم ناوړه کار وکړي نو په مخ به یې سخته څپېړه وخوړري.
-
هېواد کې له زده کړو د بې برخو نجونو شمېر ډیروالی
حمل 02, 1404 12:42د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام سره شاوخوا څلور سوه زره نورې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي ، چې له زده کړې څخه د محرومو نجونو شمېر دوه اعشاریه دوه میلیون ته رسیدلی دی. یونیسف له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې سمدلاسه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړې بندیز لیرې کړي.
-
د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د فوټبال ساحلي ټیم ماته
حمل 02, 1404 12:39د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې د جمعې په ورځ د دوه زره پنځه ویشتم کال د اسیا د ساحلي فوټبال جام په یوولسم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.
-
د افغانستان او تایلند فوټبال ملي ټیمونو ترمنځ تمریناتي لوبه
حمل 02, 1404 12:38د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په یوه دوستانه لوبه کې له تایلینډ سره مخ شوه او دوه پر صفر یې وبایلله.
-
ناروې کې د سرپرست حکومت دیپلومات منل کیدل
حمل 02, 1404 12:37د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په اوسلو کې د افغانستان په سفارت کې به د وري یا حمل په څلورمه نیټه قونسلي خدمات بیا پیل شي.
-
د تورخم لارې پرانستل کیدل
حمل 02, 1404 12:36د پاکستان د کډوالۍ دفتر د بیارغونې کار بشپړیدو وروسته د تورخم لاره نن د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه
-
د امیرخان متقي او صادق خان کتنه
حمل 02, 1404 12:25د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدنه او خبرې اتري کړي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 30, 1403 14:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه