ناروې کې د سرپرست حکومت دیپلومات منل کیدل
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په اوسلو کې د افغانستان په سفارت کې به د وري یا حمل په څلورمه نیټه قونسلي خدمات بیا پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په ناروې کې د افغانستان سفارت لخوا د قونسلګرۍ خدماتو بیا پیلول یو مثبت ګام ګڼلی دی.دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخکې تایید کړې وه چې دوی په اوسلو کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه د سرپرست حکومت یو ډیپلومات نجیب الله شیرخان منلی دی.د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نجیب الله شیرخان ته یې د یو کلن ډیپلوماتیک استوګنې کارت ورکړی دی.دا اقدام په داسې حال کې ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر مخکې ټینګار کړی و چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسیمت نه پیژني او د سفیر په توګه به یې استازی ونه مني.په ناروې کې د افغانستان سفارت د څوارلس سوه دریم کال د وږي یا سنبلې میاشت کې وتړل شو. له دې مخکې د افغانستان سفارت د پخواني افغان حکومت د ډیپلوماتانو لخوا اداره کېده.