د امیرخان متقي او صادق خان کتنه
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدنه او خبرې اتري کړي
د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریواو د ټرانزیټ د تبادلې په اړه خبرې وکړې.متقي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د ټرانزیټ لارو او سوداګریزو برخو کې خنډونه د دواړو خواوو په ګټه نه دي. هغه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې سره وویل چې کډوال باید په تدریجي او درناوي سره خپل هیواد ته راستانه شي او د جبري اخراج مخه باید ونیول شي.په دې غونډه کې صادق خان د افغانستان امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه هم وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې پاکستان ته د افغانانو د ویزو د ورکولو لپاره به اړین ګامونه پورته شي.د یادونې وړ ده چې صادق خان پرون کابل ته راغی ترڅو د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.