-
افغانستان کې د ریل پټلۍ له لارې د لیږد را لیږد ډیروالی
حمل 05, 1404 12:55ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی چې د تېر لمریز کال په کب میاشت کې له درې سوه اته پنځوس زره میټریک ټنو څخه زیات سوداګریز توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.
-
د حقاني نیولو لپاره د FBI جایزې لغوه کیدل
حمل 05, 1404 12:54د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) نن د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د لس میلیون ډالرو انعام لیرې کړ.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 04, 1404 13:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
پر ناصر روغتون برید کې د حماس یو لوړپوړي غړي شهادت
حمل 04, 1404 13:06د غزې تړانګې په مختلفو سیمو د صهیونیستي رژیم پوځ بریدونه د اوومې پرله پسې ورځې لپاره دوام لري او له نن سهار راهیسې د دغه رژیم ځواکونو د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو په شمول د خان یونس ښار په نښه کړی دی. ویل کیږي چې د ناصر روغتون د بمبارۍ پر مهال د حماس غورځنګ یو لوړ پوړی غړی هم شهید شو.
-
افغانستان سره د تعامل پر اړتیا د ایران بهرنیو چارو د وزیر ټينګار
حمل 04, 1404 13:05د ایران بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې د ایران او افغانستان ترمنځ مهم او حساس مسایل شته چې د دواړو خواوو ترمنځ په دې مسلو تعامل او ډیالوګ ته اړتیا لري. عباس عراقچي افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه وویل چې سره له دې ایران لا تر اوسه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
-
۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچې لوړوالی
حمل 04, 1404 12:40د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په څوارلس سوه درېیم کال کې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي اعلان کړی دی. د یاد وزارت د ویاند په وینا تېر لمریز کال له افغانستان څخه صادرات یو ملیارد او اووه سوه پنځه اتیا میلیون ډالرو ته ورسېدل.
-
کابل کې د قطر سفارت له چارسمبالي سره د متقي لیدنه
حمل 04, 1404 12:33د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالي مردف القاشوطی سره د امیر خان متقي د لیدنې خبر ورکړ.
-
تخار کې د کان نړیدو له کبله د ۲ کارګرو مړینه
حمل 04, 1404 12:32د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان نړېدو له امله دوه تنه کارګران مړه شوي دي.
-
لبنان کې د صهیونیستانو جنایتونو په اړه د ایران خبرداری
حمل 04, 1404 12:31د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د لبنان په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم پراخ پوځي یرغل چې د ملکي وګړو د شهادت او ټپي کیدو لامل شوی په کلکه وغانده.
-
ترکیه کې د لاریونونو دوام او زندان ته د اکرم اوغلو لیږد
حمل 04, 1404 12:30د استانبول ښاروال د نیولو او زنداني کولو پر ضد لاریونونه د پنځمې ورځې لپاره د استانبول په ګډون د ترکیې په بیلابیلو ښارونو کې دوام لري.