-
ننګرهار کې د میرویس نیکه جام کرکټ سیالۍ
حمل 04, 1404 12:29کرېکټ بورډ د مېرویس نیکه جام د زونونو په کچه د کورنیو سیالیو مهال وېش اعلان کړ دغه سیالۍ د راتلونکې میاشتې د اپرېل په پنځمه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیلېږي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 03, 1404 13:02د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
خان یونس کې د حماس لوړپوړو غړو شهادت
حمل 03, 1404 13:01په غزه کې د شپږمې پرله پسې ورځې لپاره د جګړې له بیا پیل وروسته لسګونه ملکي وګړي شهیدان شوي دي چې د حماس غورځنګ په غزه باندې د دښمن په نویو بریدونو کې د خپل یو غړي د شهادت خبر ورکړ. حماس ټینګار کړی چې د دښمن جنایتونه به هیڅکله زموږ اراده او استقامت کمزوری نه کړي.
-
د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د پاکستاني استازي لیدنه
حمل 03, 1404 13:00د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره وکتل. د غونډې په لړ کې دواړو خواوو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت ننګونو، په اقتصادي اړیکو باندې د سیاسي کړکیچونو د اغیزو کمولو او د مهمو مسلو لپاره د حل لارو موندلو په اړه بحث وکړ.
-
پر سراج الدین حقاني د اېښودل شوې جایزې لغوه کیدل
حمل 03, 1404 12:47د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو مشرانو نومونه د دغه هیواد تر څار لاندې کسانو له نوملړ څخه لرې او د حقاني شبکې د مشرانو پر سرونو یې انعام هم لرې کړی دی. انس حقاني دا اقدام د سرپرست حکومت لپاره یوه سیاسي لاسته راوړنه ګڼله.
-
د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د سره صلیب راپور ردیدل
حمل 03, 1404 12:46د اوبو او انرژۍ وزارت د سره صلیب هغه وروستی راپور رد کړ چې وايي اتیا سلنه هیوادوال اوبو ته لاسرسی نلري.
-
تېر کال کې د دوه میلیونه برېښنايي پیژندپاڼو ویش
حمل 03, 1404 12:45د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې تېر لمریز کال دوه میلیونه شپږ سوه او څلور دېرش زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې ته د فضل الرحمان خبرداری
حمل 03, 1404 12:44د کابل او اسلام آباد ترمنځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي وروسته د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له اسلام آباد څخه وغوښتل چې افغانستان سره د احتمالي شخړې په وړاندې په غور او احتیاط سره عمل وکړي.
-
نایجر کې پر لمونځ کونکو ترهګریز برید غندل
حمل 03, 1404 12:43د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نایجیر په جنوب لویدیځ کې په یوه جومات کې ترهګریز برید چې لسګونه لمونځ کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په کلکه وغانده.
-
د استانبول ښاروال لپاره د محکمې حکم صادریدل
حمل 03, 1404 12:41د استانبول محکمې د فساد په یوه قضیه کې د څارنوال د تور له بیاکتنې وروسته د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ته د بند سزا واوروله.